IQNA

   د غدیر اختر د کافرانو په وسیله د اسلام د له مینځه وړلو خنډ شو

6:41 - June 26, 2024
د خبر لمبر: 3489436
ایکنا -  د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د دفتر د معلوماتو له مخې، حضرت آیت الله خامنه يي، د سه شنبې په ورځ د غدیر خُم نېکمرغه اختر په مناسبت، له زرګونه کسانو سره په لیدنه کې وفرمائيل؛  د غدیر خم  نیکمرغه اختر، داسې ورځ ده چې  کافران له دې نهیلي شول چې  د اسلام پاک دین  له مینځه یوسي.

ایکنانیوز د رهبری د ویب سایټ له قوله راپور اکړ، د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  د ایران د ولسمشرۍ په ټول ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون او د غوره کس ټاکل یې، د ملت او اسلامي جمهوریت ویاړ وباله.

 حضرت آیت الله خامنه يي، د سه شنبې په ورځ د غدیر خُم نېکمرغه اختر په مناسبت،  په دغې لیدنه کې، د غوره نوماند د ځانګړتیاوو په بیان سره، په ټاکنو کې د ګډون لپاره د ایران ملت ته په بلنې سره ټینګار وکړ: هر هغه څوک چې له یوه پیاوړي او سرلوړي ایران سره مینه لري او هر هغه څوک چې د نظام په ملاتړ باوري وي، په ټاکنو کې ګډون وکړي.

حضرت آيت الله خامنه یي، د ايران د اسلامي جمهوريت د تاسيس له وخت څخه تر اوسه  د هغه پر ضد د دښمنۍ دوام ته په اشارې سره، ټاکنې او  پکې پراخ ګډون، د دښمنۍ د ختمولو له عواملو څخه وبلل او زياته يې کړه: جمهوریت او د خلکو ګډون د اسلامي جمهوریت په اساس کې دی، چې ټاکنې او د هېواد د مشر ټاکل، د هغه تر ټولو مهم مظهر دی.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د انقلاب پر اصولو باندې د ټينګ اعتقاد ترڅنګ، د کار موثريت، قوت او نشاط، د صالح انسان له شاخصونو څخه وبلل او ويې ويل: يو صالح انسان په دغو ځانګړتياوو سره، د دې وړتیا لري چې د پرمختګ لپاره، د هېواد له متنوع او ډېری ظرفیتونو څخه کار واخلي.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه يي همدارنګه، د ایران د مهمو ظرفیتونو په اړه هم وویل: د ځوانانو او تعلیم یافته وګړو زیات شمېر، د ایراني کسانو ذهانت او استعداد، ستر او متنوع کانونه، جغرافیایي موقعیت، د اوبو اوږده سرحدونه، د ګاونډیانو زیات شمېر، ستر سیمه ایز بازارونه، د کورني ۸۰ میلیوني بازار شتون، اقلیمي تنوع، د اورګاډي او سړکونو شبکه، د کور جوړونې، سړک، بند او صنعت په برخه کې د ځوانانو تخنیکي وړتیاوې، د آزادې سوداګرۍ سیمې او کلتوري او تمدني میراثونه، د ایران له ظرفیتونو څخه دي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر پر دې په ټینګار  سره چې، اسلامي جمهوريت د خدای پاک په فضل او پر بهرنيانو باندې له تکيه کولو  پرته او د هغوی له سرکشۍ او خنډ جوړولو سره سره، خپل پرمختګ ترلاسه کړی دی، پردیو ته سترګې نه درلودل یې د زړه ورتیا او ملي خپلواکۍ په معنی یاد کړل او وویل: د دې دوو ځانګړنو په شتون کې،  د ايران ملت د خپل توان، شخصیت او قوت څرګندونه کوي او د دوی درناوی به په نړۍ کې زیات شي.

هغوی، له داخلي ظرفیتونو څخه په استفادې سره د ایران په شاوخوا باندې د دیوال جوړولو او له نړۍ سره د ارتباط د پرې کولو په تړاو، د ځینو کسانو څرګندونو ته په اشارې سره وویل: د ایران د اسلامي جمهوریت له شروع څخه، له یو یا دوه استثناوو پرته، له نړۍ سره د ارتباط  په لټه کې وو.

 

حضرت آیت الله خامنه يي د یو ځواکمن او سرلوړي ​​ایران شعار ته په اشارې سره وویل: ځواکمن کېدل علمي، تخنیکي، اقتصادي او سیاسي اړخونه هم لري، چې یو له مهمو ابعادو څخه یې، د سیاست او ټاکنو په ډګر کې حضور دی.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دوام کې،  د متقیانو د مولا او سرلاري، د حضرت علي(ع) د فضیلتونو په بیانولو سره، د حکومت پر  ولسي توب او د خلکو او واکمن پر متقابلو حقونو باندې د کسانو ژور اعتقاد، د حضرت امیرالمؤمنین علي (ع) له فضیلتونو څخه وبلل او وویل: د اسلامي نظام بشپړ ولسي توب مو له خپل مولا او قرآني آیتونو څخه زده کړی دی، خو ځینې خلک په غلطه توګه وایي، چې د ایران اسلامي جمهوریت، ټاکنې، ډیموکراسي او ولسواکي یې له لوېدیځ څخه زده کړې ده.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i149716

captcha